د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، په متحده عرب اماراتو او سعودي کې د وروستیو بریدونو تر شا ممکن د ایران لاس وي. هغه ویلي ایران ښایي ډېر ناوړه اعمال وکړي خو د امریکا سختو غبرګونونو یې مخه نیولې ده. نوموړي په یوه راډیویي مرکه کې ویلي، امریکا تر اوسه په سعودي او اماراتو کې د شویو بریدونو غوڅه نتیجه نه ده تر لاسه کړې. پومپیو زیاته کړې، داسې ګامونه په پام کې دي چې د امریکایي ګټو ساتنه او د ایران د ناوړه چلند مخنیوی ورباندې کېدلی شي.





































