د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاټریک شاناهان وایي، په منځني ختیځ کې د امریکا نظامي حضور له ایران سره د جګړې په مانا نه دی. بل خوا د عراق لومړی وزیر عبدالمهدي وایي، هېواد یې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره یو پلاوی استولی دی. هغه ویلي دواړو لوریو سره یې خبرې شوې دي او دواړو ویلي چې دوی یو بل سره د جګړې پلان نه لري. شاناهان ویلي چې دوی له ایران سره جګړه نه کوي خو که چېرته ایران خپلو تخریبوونکو اقداماتو ته دوام ورکړي نو پښیمانه به شي. بلخوا ویل کېږي چې د امریکا لوړپوړي امنیتي چارواکي سنا ته ورغلي دي او له ایران سره یې د وروستي کړکېچ په اړه هغوی ته معلومات ورکړي دي.





































