رویټرز خبري اژانس د امریکايي سرچینو په حواله لیکلي د امریکا ددفاع وزارت پر هغه غوښتنه غور کوي چې له مخې یې باید منځني ختیځ ته پنځه زره سرتېري ولېږل شي. سرچینې ویلي تر اوسه ددغه سرتېرو لېږل تایید شوي نه دي خو ښایي پنټاګون یې د لېږلو پرېکړه وکړي. ددغه سرتېرو د لېږلو موخه په سیمه کې له ایران سره د را ولاړو شوو کشمکشونو او احتمالي خطر لپاره د تیاري لرل ښودل شوي دي. تر دې وړاندې هم امریکایي رسنیو ویلي وو، چې ښايي ټرمپ منځني ختيځ ته د ایران د کنټرول په موخه تر سلو زرو ډېر سرتېري واستوي. ټرمپ بیا ویلي وو، چې داسې کومه پرېکړه یې نه ده کړې، خو که اړتیا پېښه شي تر دې به ډېر سرتېري د ایران د کابو کولو لپاره لېږي.





































