ريچارډ اولسن وايي، د پاکستان په پخوانيو حکومتونو کې د افغانستان په اړه پرېکړې د پوځ له خوا کېدې. په پاکستان کې د امریکا پخواني سفیر چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا سرپرست ځانګړى استازى هم و، ويلي امريکا ته د سفر پر مهال د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ځينې مثبتې خبرې کړې دي چې د اسلام اباد او واشنګټن اړيکې د افغانستان په حالاتو پورې تړلې دي. خو زیاتوي، دا خبره يې سمه ده، خو د قريشي په څرګندونو کې تر اوسه د عملي اقداماتو اشارې نه دي شوې. هغه د افغان جګړې په اړه د امریکا او پاکستان د نظر یووالی مثبت ګام بللی او زیاته کړې یې ده، چې دوى د افغان شخړې سياسي حل لارې ته ژمن دي او دغه کار د پاکستان په ګټه هم دى. هغه په خپلو خبرو کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د پاکستان د نوي حکومت د اقداماتو جاج اخلي. نوموړي دغه راز ویلي، چې پاکستان لا هم پر طالبانو نفوذ لري او یاد هېواد کولی شي په افغان سوله کې مثبت رول ولوبوي.