د امريکا او ايران تر منځ پر اختلافاتو سربېره، ټرمپ سيمې ته د لا ډيرو سرتېرو د استولو اړتيا نه ويني. د امريکا دفاع وزارت د ايران پوځي ګواښونو پر وړاندي د مبارزې په موخه، منځني ختيځ ته له پنځو تر لسو زرو نورو عسکرو استول ارزول، څو ټرمپ ته يوه طرحه وړاندي کړي. خو ټرمپ ویلي چې دی په اوسنيو شرايطو کې د ايران د پوځي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په موخه، سيمې ته د لاډيرو ځواکونو د استولو اړتيا نه ويني. ټرمپ په دې اړه ويلي هر کله چې اړتیا وه هرومرو به سيمې ته نور سرتيري واستوي.





































