په هند کې د چین سفیر لوا ژاهويي وایي امریکا په دې وروستیو کې د ګڼو هېوادونو پر وړاندې د سوداګرۍ په برخه کې غیر قانوني او یو اړخیز اقدامات پيل کړي دي. دده په خبره په نړیواله کچه د سوداګرۍ د کنټرول او ښو سوداګریزو اړیکو د لرلو لپاره بدلونونو ته اړتیا ده. هغه ویلي چې هند او چین دې په ګډه د امریکا د تعرفو او نورو اقداماتو پر وړاندې ودرېږي. په دې وروستیو کې د چین او امریکا ترمنځ د سوداګریزو تعرفو پر سر ستونزې لا ولاړې شوې دي. چین هم د امریکا د اقدام په ځواب کې د امریکا پر ځینو صادراتي توکو مالیات لوړ کړي دي.





































