د امریکا ملي امنیت شورا په تازه اقدام کې د ایران د مسئلې له امله د امریکا په نظامي برخه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی. دا حالت ټرمپ ته اجازه ورکوي چې د کانګرس له تایید پرته سرتېري واستوي، وسلې و پلوري او نظامي اقدامات ترسره کړي. ټرمپ ویلي پر ایران به فشارونه دوام کوي او دغه هېواد به اړ کړي چې له امریکا سره خبرې پيل کړي. هغه په تازه اقدام کې د ایران شاوخوا ته ۱۵۰۰ محافظتي سرتېري هم واستول. ایراني چارواکي بیا خپل هېواد ته نږدې د امریکايي ځواکونو ځای پر ځای کول د اندېښنې وړ مسئله بولي.





































