د روسي رسنیو د راپورونو له مخې روسیې خپلې داسې بېړۍ سمندر ته روانې کړې، چې په بالستیکي وسلو باندې به سمبالې وي او په پېړو یخونو کې د مزل وړتیا لري. د راپورونو له مخې دغه بېړۍ دداسې سیمو لپاره طراحي شوې چې سمندر یې پېړ یا زخیم یخ ولري او یاده بېړۍ کولی شي د یخ غرونه مات کړي او خپل مزل ته ادامه ورکړي. د روسیې پوځ ویلي چې دغه بالستیک بېړۍ به روسیه نوره په یوه پیاوړي هېواد بدله کړي او له دې وروسته به ډېرې سیمې د یادو بېړیو له لوري تر څارنې لاندې نیول کېږي. ددغه بېړیو پر جوړولو میلیاردونه ډالر لګښت راغلی دی او ویل کېږي چې په نړۍ کې د قوت او تجهیزاتو له اړخه بې ساري دي.





































