منظور پښتين وایي وسلې یوازې پوځ او د پاکستان ښه طالبان لري. د پښتونژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپلو وروستیو خبرو کې دا تاییدوي چې د پاکستان پوځ پر عامو پښتنو ډزې کړې دي او تر ۲۴ پورې کسان یې ټپیان کړي دي. هغه د پاکستاني پوځ دا ادعا رد کړې چې ګواکي لاریون کوونکو پر امنیتي پوسته برید کړی دی. دده په خبره پښتانه لاریون کوونکي په لاس کې هېڅ نه لري او په خالي لاس پر پوسته برید نه شي کولی. منظور پښتین وایي په سیمه کې یوازې پوځ او د پاکستاني پوځ په خبره ددوی ښه طالبان وسلې لري. هغه ددغه پېښې د جدي پلټنې غوښتنه کړې ده او پر نړیوالو بنسټونو یې غږ کړی چې له دې مسئلې دې دومره ساده نه تېږي.





































