د الماني رسنیو د راپورونو له مخې دمګړی د المان زرګونه پوځيان له هېواده بهر نظامي او تمریني فعالیتونه ترسره کوي. په راپور کې راځي چې دې مسئلې د المان په پوځ کې ګډوډي رامنځ ته کړې او له دفاع وزارت یې د انسجام لاره ورکړه کړې ده. د سرچینې په خبره د المان سلګونه سرتېري رواني ستونزې لري، روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري او ددې اړتیا ده، چې سرتېري وخت په وخت وروزل شي، خو په ګډوډو ځایونو کې د سرتېرو حضور ددې سبب شوی چې د یادو چارو تنظیم له الماني حکومت ګډوډ شي. رسنۍ وايي چې المان دمګړی په افغانستان کې هم څه باندې ۱۷۰۰ سرتېري لري او المانی حکومت ددغه سرتېرو له تنظیم سره هم ستونزه لري.





































