د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد واکمن امیر د سعودي عربستان د پاچا بلنلیک ترلاسه کړی دی او را روانه پنجشنبه به په یاد هېواد کې یوې اضطراري سرمشریزه کې برخه واخلي. وروسته له هغه چې سعودي عربستان، مصر، بحرین او متحده عرب اماراتو د ۲۰۱۷ میلادي کال په جون میاشت کې له قطر سره پرېکون اعلان کړ، دا لیک د قطر او سعودي عربستان ترمنځ په لوړه کچه لومړی عام تماس ګڼل کېږي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته وویل چې شیخ تمیم بن حمدالثاني ته د شاه سلمان په دغه لیک کې په سرمشریزه کې د دوحې د حضور غوښتنه رسېدلې او دوی هم ورته چمتوالی نیولی دی. دا هېوادونه په داسې حال کې سره را ټولېږي چې په سیمه کې د امریکا او ایران د کړکېچ له امله وضعیت د خرابېدو خواته روان دی.





































