د راپورونو له مخې دغه کس نن سهار د توکیو په کیاسکي ښارګوټي کې په یوه بس تمځای کې پر خلکو د چړې ګزارونه کړي دي. په ټپیانو کې تر ډېره هغه ماشومان دي چې ښوونځي ته روان وو. ویل کېږي چې د درېیو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی. جاپاني رسنۍ وایي د برید انګیزه نه ده معلومه، خو بریدګر چې د ۴۰او ۵۰ کلونو ترمنځ عمر به لري دمګړی د پولیسو تر څارنې لاندې دی. بریدګر د خلکو تر ټپي کولو وروسته ځان هم په چاړه وهلی دی او ویل کېږي چې وضعیت یې ترینګلی دی.





































