د پاکستان د مسلم لیک (ن) ګوند یو تن مشر خواجه اصف له عمران خان نه غوښتنه کړې ده چې د وزیرستان د پېښې په اړه دې سپیناوي وکړي. نوموړي زیاته کړې که پاکستان له عقله کار وانخلي نو یو بل بنګال هم جوړېدونکی دی. نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې په وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر جلسه پاکستاني پوځیانو برید کړی څو تنه یې وژلي او د پارلمان غړی علي وزیر یې له ځان سره وړی دی. له دې پېښې وروسته په ټول پاکستان کې د پاکستاني حکومت پر ضد لاریونونه شوي او له دې سوله ییز غورځنګ سره یې د پاکستان له تشدده ډک چلند سخت غندلی دی. پر همدې موضوع د پاکستان په پارلمان کې هم بحث شوی دی، د تحریک انصاف ګوند یو تن مشر مراد سعید پر پي ټي ایم د ترهګرۍ تورونه تکرار کړي دي. بلخوا خواجه اصف بیا دا غورځنګ سوله ییز بللی او ویلي یې دي چې باید خبرې او ګیلې یې وارېدل شي.





































