د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه سفر جاپان ته تللی و او د بېرته تګ پر مهال یې ویلي چې د جاپان سفر یې بریالی و او ددغه هېواد له غوره حکومت او خلکو متاثر شوی دی. په دې سفر کې دواړو لورو پر بېلو مهمو مسایلو خبرې کړې دي. جاپان همدا راز له امریکا سره د پوځي همکاریو د لا ډېرېدو غوښتنه هم کړې ده. په دې سفر کې جاپان او امریکا د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي او د ګډې همکارۍ ځينې هوکړې یې هم لاسلیک کړې دي.





































