د سعودي د حج او عمرې وزیر دوکتور محمد صالح وایي، د نړۍ ټول مسلمانان د حج او عمرې ادا کولو حق لري او په دې برخه کې د سعودي حکومت هیڅ کوم شرط نه لري. نوموړي په مکه مکرمه کې د اسلامي همکاریو سازمان د سرمشریزې ناستې په څنډه کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د سعودي د حکومت له خوا د حج او عمرې هېڅ ډول شرط نه دی ایښودل شوی، یواځې هغه شرطونه دي چې په قران کریم او حدیث شریف کې د حج او عمرې لپاره ټاکل شوي دي. نوموړي په دې برخه کې هر ډول سیاست رد کړ او په ډاګه یې کړه چې د حج په موضوع کې هېڅ ډول سیاست نشته او نه یې هم دوی کوي.





































