د پي ټي ایم یو تن مشر او د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ په شمالي وزیرستان کې ځان په خپله پاکستاني پولیسو ته سپارلی دی. چارواکي وايي تېره یکشنبې د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې له تاوتریخوالي وروسته پولیسو د نوموړي پر ضد رپوټ ثبت کړی و. خو محسن داوړ د پنجشنبې پر ورځ په یوه ویډیویي پيغام کې ویلي، دی پخپله خوښه ځان پاکستاني چارواکو ته سپاري، او نه غواړي د ده له امله پلویان او پښتانه نور وکړېږي. د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مشر او د پارلمان غړی علي وزیر له دې مخکې همدې قضیه کې نیول شوی دی. پر دواړو مشرانو د ترهګرۍ او پر پوځ د برید تور پورې شوی دی.





































