هنګري کې د جنوبي کوریا د سیلانیانو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې له امله یې ۷ سیلانیان مړه او ۲۰ نور نادرکه شوي دي. پولیسو ویلي چې دا پېښه د سخت ورښت پر مهال رامنځته شوې ده او په خبره یې اووه سیلانیان یې ژغورلي دي. لا تر اوسه مالومه نه ده چې په دې کښتۍ کې څو کسان سپاره وو. د جنوبي کوریا چارواکي وایي سیلانیانو له ځان سره هیڅ داسې څه نه وو راوړي چې ځانونه یې ورباندې ژغورلي وای. هغوی وایي سیلانیانو حد اقل باید د ژغورنې واسکټونه له ځان سره لرلای.





































