د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبر پاڼه کې د ایران پر وړاندې د عربي هېوادونو د مشرانو په ځانګړې توګه د سعودي عربستان د پاچا خبرې چې ایران د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي غندلي او ویلي یې دي، چې سعودي عربستان له دې غونډې ناوړه ګټه پورته کوي. د عربي هېوادونو مشرانو د سعودي عربستان په مکې ښار کې د ایران په تړاو په خپلې بیړنۍ غونډه کې د ایران پر وړاندې د پرېکنده اقداماتو غوښتنه کړې ده. د عربي هېوادونو مشران، ایران د نورو هېوادونو په چارو کې پر لاسوهنې؛ له ترهګرۍ پر ملاتړ او حوثي یاغیانو ته د توغندیو پر ورکولو او پر سعودي عربستان د دغو توغندیو پر توغولو تورنوي. د عربي هېوادونو مشران په داسې حال کې پر ایران د نورو فشارونو غوښتنه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي هېوادونو له مشرانو سره د ایران په تړاو پر لیدنو بوخت دی.





































