د عراق په شمالي ښار كركوك كې شپږو پرله پسې بمي چاودنو شاوخوا ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د عراق د اردو مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې تېر ماښام د كركوك ښار په بېلابېلو سيمو كې شپږ بمي چاودنې شوي او امنيتي ځواكونه توانېدلي، چې دوه بمونه خنثى كړي. رسنيو په يادو چاودنو كې د لږ تر لږه پنځو تنو وژل كېدل او د شاوخوا ۲۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. د عراقي كردستان چارواكو د دې چاودنو مسووله داعش ډله بللې، خو دغې ډلې تر دې مهاله د دغو چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.





































