د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې له امریکا سره د شمالي کوریا د اټومي مذاکراتو د استازي د اعدام کېدو په اړه خپاره شوي خبرونه څیړي. د جنوبي کوریا رسنیو ویلي، چې د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ د وروستیو اټومي مذاکراتو مرکچي”کیم هیوک چل“ د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت له څلورو نورو چارواکو سره یوځای په مارچ میاشت کې په پیونگ یانگ کې اعدام شوی دی. ددغه راپور پر بنسټ دغه کسان له امریکا سره د شمالي کوریا د اټومي مذاکراتو له ناکامېدو وروسته امریکا ته په جاسوسۍ محکوم شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، چې دغه ډول راپورونه یې ترلاسه کړي او غواړي هغه وڅیړي.





































