د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څارنې نړیوالې ادارې ویلي چې ایران د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د شوې موافقې پر اساس سم مخته تللی دی خو په ټیټه کچه د غني شویو یورانیمو او درنو اوبو ذخیرې یې د زیاتېدو په حال کې دي. دې ادارې ویلي چې ایران له هغو محدودیتونو سره سم عمل کړی چې په نړیواله موافقه کې یې یادونه شوې ده. ایران په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ له شپږو ځواکنو هېوادونو سره ژمنه وکړه چې د اقتصادي بندیزونو له کمېدو سره به دوی خپل اټومي فعالیتونه محدود کړي. امریکا له دې موافقې ووته، ټرمپ له دې هوکړې د وتلو پر مهال ویلي وو چې دا موافقه نیمګړې ده او پر ایران یې له خپل لوري بندیزونه زیات کړل.





































