د سوریې په دلیب ښار کې روانې جګړې د روسیې او ترکیې اړیکې خرابې کړې دي. روسیه وایي، دا د ترکیې مسوولیت دی چې د سوریې په ادلیب ښار کې پر ملکي وګړو او روسي اهدافو د یاغیانو د بریدونو مخنیوی وکړي. دوه ورځې وړاندې د ترکیې او روسیې ولسمشرانو پر ټلفون خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې رجب طیب اردوغان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي چې په ادلیب ښار کې اوربند غواړي. اردوغان ویلي دا اوربند ځکه کوي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او ترکیې ته د نورو کډوالو د ورتګ مخنیوی وشي. د اردوغان دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي، اردوغان ولادیمیر پوتین ته ویلي دي چې د سوریې کشاله سیاسي حل ته اړتیا لري. خو، کریملین په ادلیب کې د اوربند کولو په اړوند د اردوغان غوښتنې ته کومه اعتنا نده کړې او ویلي یې دي لومړی باید یاغیان اوربند وکړي.





































