د راپورونو له مخې د روسیې په درزژینسک ښار کې د بمونو او نورو نظامي مهماتو د تولید په یوه فابریکه کې خورا درنه چاودنه رامنځ ته شوې ده. ددغه چاودنې د شدت له امله د فابریکې په څو کیلومترۍ کې تر ۱۸۰ پورې کورونه زیانمن شوي دي. د چاودنې له امله د مهماتو ددغه فابریکې څو مهم مرکزونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي. روسي چارواکي وایي چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت ترینګلی دی او د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي. ددوی په خبره هڅه به وکړي څو معلومه کړي چې چاودنه د کومې بې پروایۍ او ستونزې له امله رامنځ ته شوې ده.





































