د ايران ولسمشر حسن روحاني په خپلو تازه څرګندونو كې له امريكا سره خبرو ته اشاره كړې ده. روحاني ويلي، كه واشنګټن درناوى وښيي، تهران هم ښايي د خبرو غوښتونكى شي. د روحاني په وينا، ايران به د فشار له كبله مذاكرات ونه كړي. حسن روحاني دا څرګندونې په داسې حال كې كوي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ كړكېچ زيات شوى دى. د امريكا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ وويل، په ايران كې د رژيم د بدلون غوښتونكى نه دى. روحاني د دغو څرګندونو په غبرګون كې پرون ويلي، د هېواد دښمن يې، چې تېر كال يې غوښتل اسلامي جمهوري رژيم له منځه يوسي، اوس وايي، چې ورسره كار نه لري.





































