د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو وايي امريکا له ايران سره پرته له کوم مخکیني شرط خبرو اترو ته چمتو ده. مایک پمپيو دا څرگندونې سويس ته د يوه رسمي سفر پر مهال کړې دي. د امريکا او تهران ترمنځ د اوونيو ترينگلتيا له زياتېدا وروسته د مايک پمپيو دا څرگندونې، د سولې د وړانديز په څېر وې. خو د امريکا د بهرينو چارو وزير ايران سره له شرط پرته د خبرو وړانديز په دې تړلی چې ایران به ثابتوي، څو د یوه عادي ملت په څېر ژوند کوي او چا ته به زیان نه رسوي. پمپيو همداراز زياته کړه چې هېواد به يې په همدې حال کې د ايران د مضرو فعاليتونو په شاه د تمبولو له هڅو لاس پر سر نشي. ایران بیا له امریکا سره د خبرو په تړاو ضد او نقیض څرګندونې کوي.





































