بلوچستان کې په یوه ترافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ د شپږو غړو په ګډون ۱۴ تنه مړه شوي او لس نور ټپیان دي. یاده پېښه تېره شپه ناوخته هغه مهال رامنځته شوې چې یو وېګن موټر ژوب ته پر لاره له ټېلر موټر سره ټکر شوی دی. چارواکي وایي چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ د شپږو غړو چې پکې یوه ښځه د هغې دوه زامن او درې لوڼه وې، مړه شوي او دوه نور ژوبل دي. ټپیان د کوټې ملکي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی. چارواکي د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښيي.





































