د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي تر څو چې امریکا د ایران په اړه خپل چلند تغیر کړی نه وي، تهران له واشنګټن سره خبرو ته نه کښیني. د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې روحاني ویلي، که دښمن په رښتیا هم درک کړه چې په غلطه لار روان دی، هماغه ورځ به د خبرو میز ته د کیناستلو او هرې ستونزې د حلولو ورځ وي. روحاني دا خبرې له هغه وروسته کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د یکشنبې په ورځ په سویزرلنډ کې د خبرو پر مهال وویل، امریکا له کوم مخکني شرط پرته له ایران سره مذاکراتو ته چمتو ده. خو د ایران ولسمشر وايي د خبرو د پیل لپاره پوره درناوی ضرور دی.





































