د عوامي نېشنل گوند صوبایي مشر ایمل ولي خان ویلي دي چې پښتنو ته په راپېښو مسلو اندېښمن دی او پښتانه د یو داسې حالت سره مخ دي چې د زغملو نه دي. ایمل ولي خان دغه څرگندونې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتین سره د لیدنې پر مهال کړې دي. ایمل ولي خان او منظور پښتین د وزیرستان د پېښې د څېړلو لپاره د قضایي کمېسیون د جوړېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې مسولو کسانو ته دې سزا ورکړل شي. ولي خان ویلي، پښتانه باید په داسې وخت کې سره متحد ووسي. منظور پښتین د وزیرستان د خړ کمر سیمې د پېښې په اړه ویلي، چې د بې ګناه خلکو وژل د ظلم یو نوی مثال دی. پښتین د ایمل ولي د جرگې د راغوښتلو پرېکړه هم وستایله او ویلي یې دي، چې دا یو مهم اقدام دی.





































