د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برېتانیا له لومړۍ وزیرې تېرېزامې سره کتلي دي او دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د راپورونو له مخې ټرمپ ویلي چې له برېتانیا سره د اړیکو د پراخولو غوره فرصت برابر شوی دی او دواړه هېوادونه به په ګډه ښه سوداګري رامنځ ته کړي. دواړو لورو د نړیوالې سوداګرۍ پر یو لړ مسایل هم خبرې کړې دي. له دې سره هممهاله په برېتانیا کې د ټرمپ د ورتګ په غبرګون کې سخت لاریونونه شوي دي. لاریون کوونکو ټرمپ ته له سپکاوي ډک انځورونه رسامي کړي دي او هغه یې په نړۍ کې د روانو ستونزو لامل بللی دی.