. د پاکستان د خلکو ګوند غړي او مهم مشر خورشید شا په یوه خبري کنفرانس کې ویلي په پاکستان کې به تر اختر ورسته خطرناک بدلونونه راشي. دده په وینا عمران خان وایي چې دی به سونامي راولي، خو له دې سترګې پټوي چې پاکستان به تر اختر وروسته د خطرناکو بدلونونو شاهد وي. د پاکستان د خلکو ګوند یا پي پي پي وایي، تر اختر وروسته به پراخ لاریونونه وکړي او موخه یې دا ده چې د عمران خان ځینې کړنې وغندی. پاکستان په دې وروستیو کې له سختو داخلي کشمکشونو سره مخ دی. کمزوری اقتصاد، میلیاردونه ډالره پور، ترهګري، افراطیت او فساد هغه څه دي چې دغه هېواد یې له سختو خطرونو سره مخ کړی دی.





































