په سوډان کې د ډموکراسي پلوه کسانو د لاریون له ځپلو وروسته دوی په خرطوم کې د نیل له سینده څلوېښت مړي را ایستلي دي. ډاکتران وایي چې دا جسدونه ښایي د هغو سل کسانو له ډلې وي چې ګومان کېږي، دوه ورځې مخکې په خرطوم کې امنیتي ځواکونو د اعتراض کوونکو پر یوه کمپ د حملې پرمهال وژلي وو. د سوډان د ډاکترانو د مرکزي ټولنې په وینا، دا څلوېښت ترلاسه شوي جسدونه د چټک غبرګون ځواکونو نامعلوم ځای ته ولېږدول. په سوډان کې پوځي انتقالي شورا د عمر البشیر له ګوښه کېدو وروسته واک په لاس کې اخیستی دی.





































