د اوکراین نوي ولسمشر له اروپایي ټولنې غوښتي چې پر روسیې بندیزونه سخت کړي. ولادیمیر زیلینسکي د اروپایي ټولنې له مشر ډونالد ټوسک سره تر لیدو وروسته ویلي چې په اوکراین کې د سولې لپاره پکار ده چې پر روسیې بندیزونه سخت شي. د اروپایي ټولنې مشر ډونالد توسک وویل چې زیلینسکي په دې سفر کې یو پیاوړی او مهم پیغام ورکړ. وروسته تر دې چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د اوکراین په ختیځ کې یې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ وکړ، اروپایي ټولنې پر دغه هېواد یو لړ بندیزونه ولګول. د اوکراین د جګړو پرمهال تر اوسه نږدې دیارلس زره کسان وژل شوي دي.





































