افریقايي ټولنې وروسته له هغې په دې ټولنه کې د سوډان غړیتوب وځنډاوه چې د دې هېواد واکمنو په پلازمېنه کې د ډموکراسۍ پلوو اعتراض کوونکو پر ضد ځپونکي او له تاوتریخوالي ډک اقدامات وکړل او لسګونه کسان پکې ووژل شول. افریقايي ټولنې پرون ویلي چې، د سوډان د اوسني بحران د هواري لپاره یوازنۍ لاره دا ده چې له واکمنې پوځي شورا څخه واک ملکي چارواکو ته انتقال شي. د سوډان واکمنې انتقالي پوځي شورا منلې چې د جون په درېیمه نېټه په پلازمېنه خرطوم کې له دفاع وزارت څخه بهر د اعتراض کوونکو پر کمپ د امنیتي ځواکونو یرغل کې دېرش کسان وژل شوي دي. خو له اپوزیسيون سره تړلو طبي ادارو ویلي، ۱۰۸ کسان وژل شوي او وايي چې د نیل له سینده تر ۴۰ زیات جسدونه ایستل شوي دي.د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې د اعتراض کوونکو پر ضد د سوډان د واکمنو ځپونکي اقدامات غندلي دي.





































