د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، که چېرې امریکا د نوې پیل په نوم د وسلو د کنټرول د تړون په نوي کولو کې لېوالتیا نه لري، روسیه د دې تړون پرېښودلو ته چمتو ده. پوتین دا څرګندونې پرون په سېنټ پټرزبورګ ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم کې کړې دي. نوی پیل د روسیې او امریکا ترمنځ د وسلو د کنټرول یوازنی تړون دی چې د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتیژیکو اټمي وسلو ځای پر ځای کول محدودوي. دا تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې لاسلیک شوی او که دواړه خواوې یې د پنځو نورو کلونو لپاره تمدید نه کړي، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې پای ته رسېږي.





































