په دوبۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله شاوخوا ۱۷ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي .پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د محمد بن زاید په عمومي سړک یو بس موټر له ټرافیکي نښان سره وجنګېد. د دوبۍ پولیس وايي په دې ګاډي کې شاوخوا ۳۱ د بېلابېلو هېوادونو کسان سپاره وو. هندي چارواکو ویلي د وژل شویو په ډله کې اته تنه یې هندي وګړي دي. پولیس وايي، ددې بس له ۵۰ کلن چلوونکي نه چې برسېرن ټپي شوی، څېړنې روانې دي. تر اوسه د پېښې د لامل او نورو جزیاتو په اړه رسمي چا څه نه دي ویلي. دوبۍ کې د هند سفارت د وژل شویو نومونه خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې ددې هېواد اته وګړي په وژل شویو کې شامل دي او د ګڼو ټپیانو شویو هندیانو درملنه روانه ده.





































