د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټيشن مشر شن های شيونګ او د روسيې د SPB ټلويزيوني ګروپ لومړي اجرايوي مشر کيريل فيليپوف د مسکو پر وخت د جون د ۵مې نېټې په ماسپښين د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې د ولسمشر ولاډيمير پوټين په شتون سره په روسيه کې د CGTN د انګليسي او روسيې ژبو د چينلونو او د CCTV د نړيوال چينل د خپرېدو او د اړوندو خدمتونو تړون لاسليک کړ. دواړه خواوې به په دې برخه کې ژورې همکارۍ وکړي.

په تېرو څو کلونو کې د چين او روسيې د رسنيو ترمنځ د همکاريو پيمانه، کچه او سويه لوړه شوې ده او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تګ راتګ د پل په توګه رول لوبولی دی.





































