د پیسو د نړیوال صندوق یوه نوې ارزونه ښیي، چې د امریکا اقتصاد به سږ کال دوه اعشاریه شپږ سلنه وده وکړي. ددې صندوق مسوولینو د خپلو موندنو له مخې په راتلوونکو کلونو کې د امریکا د اقتصاد په اړه ویلي، چې که چېرې له نړۍ سره د امریکا سوداګریزې ستونزې حل نه شي، شونې ده چې دغه وده په روان زیږدیز کال کې کمه شي. له دې مخکې د پیسو نړیوال صندوق په ۲۰۱۸ز کال کې د امریکا اقتصادي وده درې سنله اټکل کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې له څه د پاسه یوه کال راهیسې امریکا د چین او مکسیکو په شان خپلو مهمو سوداګریزو ملګرو سره ستونزې را ولاړې کړې دي او ویل کېږي چې دا شخړې نه یوازې ددې هېوادونو بلکې د نړۍ اقتصاد ته هم زیان اړولی شي.