د امریکا خزانې وزارت د ایران د تېلو پر یوه شرکت تازه بندیزونه لګولي دي. دا ګام د هغو هڅو برخه ده چې واشنګټن غواړي پر تهران فشارونه زیات کړي څو خبرو اترو ته غاړه نرمه کړي. دا بندیزونه پر یاد شرکت او دغه راز پر ۳۹ هغو کوچنیو شرکتونو لګېدلي دي چې له دغه شرکت سره اړیکې لري. دا شرکت د ایران د پټرولو د تصفیې څلوېښت سلنه برخې ظرفیت لري او د پټرولو د تصفیې پنځوس سلنه صادرات یې له همدې شرکته دي. امریکا ویلي دا بندیزونه یې ځکه پر یاد شرکت لګولي چې له سپاه پاسداران سره یې مرسته کوله. دا په داسې حال کې ده چې امریکا څه موده وړاندې د ایران سپاه پاسداران ځواک د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړی دی.





































