پاکستاني طالبانو د هغې پېښې پړه منلې چې په پایله کې یې په شمالي وزيرستان کې د درېيو افسرانو په ګډون څلور پاکستاني سرتېري ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول. پاکستاني طالبانو دغه راز ګواښ کړی دی چې ورته بریدونو ته به دوام ورکړي. دا پېښه پرون هغه وخت رامنځته شوه چې د شمالي وزیرستان د میرانشاه سیمې په خړ کمر سیمه کې د پوځیانو موټر د ګزمې په حال کې وو. د پاکستان پوځ ويلي چې په دې پېښه کې د درېيو افسرانو په ګډون څلور سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې په ورته پېښو کې څلوېښت سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.





































