په قزاقستان کې نن یکشنبه خلک خپل نوی ولسمشر ټاکي. اوسمهال قاسم جومارت تکایف د دې هېواد د موقت ولسمشر په توګه خپل کار ته ادامه ورکوي. ۶۶ کلن تکایف د اپرېل په میاشت کې د ده په وینا، د سیاسي بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره تر وخته مخکې د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه. تکایف د قزاقستان په دې ټاکنو کې له داسې شپږو کاندیدانو سره سیالي کوي چې ډېر پېژندل شوي نه دي، خو د قزاقستان د حکومت له خوا تایید شوي دي. نوموړي ویلي، که ګټونکی شي، د پخواني ولسمشر نور سلطان نظربایف سیاستونه به پر مخ یوسي. قزاقستان په ۱۹۹۱ میلادي کال کې خپلواکي واخیسته. له هغې را وروسته په دې هېواد کې هېڅ ټاکنې د نړیوالو سازمانونو له خوا ازادې او عادلانه نه دي بلل شوي.





































