د انسان لومړنی جوړښت بې عیبه دی، اندازه یې مناسبه ده او خدای پاک ټولو انسانانو ته بېلابېل او مناسب استعدادونه ورکړي دي. له دې ټولو سره خدای پاک په انسان کې درست او سم سافټویر (پروګرام) هم ځای پر ځای کړی دی. انسان له هماغه لومړۍ ورځې د بریا، قدرت او نوښت لپاره پیدا شوی دی. په تاسو کې لومړنی ځای پر ځای شوی سافټویر (پروګرام) دا په ګوته کوي، چې تاسو کولی شی هر کار تر سره کړی او د هر ډول خلاقیت وړتیا لری. خدای پاک تاسو داسې جوړ کړي یاست چې په هر کار لاس پورې کړی، سر ته یې رسولی شی. تاسو کولی شی نورو ته پور ورکړی، نه دا چې تاسو ترې پور واخلی. تاسو بریالي یی، نه ماتې خوړلي. تاسو د ژوند، بریا او نوښت لپاره پیدا شوي یاست. دا چې موږ په ژوند کې پورته ذکر شوو شیانو (ښه ژوند، بریا او نوښت) ته ځان نه شو رسولی، لامل یې دا دی چې زموږ د وجود سافټویر پر ویروس اخته شوی دی.