د راپورونو له مخې په لیبیا کې د جنرال حفتر پلویانو د لیبیا د حکومت د ملیشو پر یوه کمپ هوایي برید کړی دی. په پېښه کې څلوېښت کسه وژل شوي او تر ۸۰ نور ټپیان دي. جنرال حفتر په لیبیا کې ګڼې سیمې په واک کې لري او ددغه هېواد د حکومت پر ضد جګړه کوي. دغه برید یې په پلازمینه طرابلس کې کړی دی. جنرال حفتر خپله ډله د لیبیا ملي اردو نومولې ده. د طرابلس چارواکو بیا له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې اړه پلټنې وکړي.





































