دى د لشکر طيبه په نوم له افراطي ډلې سره اړیکه لري چې په ٢٠٠٨ میلادي کال کې د هندوستان پر ممبۍ ښار په تروريستي بريد تورنه ده. پاکستان تر پراخو نړیوالو فشارونو وروسته دې کار ته غاړه اېښې ده. د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې ويلي، د سعيد او د هغه د ١٢ همکارانو پر وړاندې يې ٢٣ دوسيې پرانېستي دي چې د چندې ټولولو له پنځو بنسټونو په استفاده يې د لشکرطيبه ډلې لپاره پيسې برابرولې. هندوستان او امريکا دغه ډله په ممبۍ ښار کې د ٢٠٠٨ میلادي کال په بريدونو تورنه کړې چې له امله يې ١٦٦ کسان وژل شوي وو.





































