ایران وایي که امریکا پرې لگیدلي بندیزونه لیري کړي نو له امریکا سره به د خبرو په پیلولو غور وکړي. ایراني چارواکي وایي چې ایت الله خامنه یي له امریکا سره د خبرو لپاره د هغوی نه د بندیزونو د لرې کولو شرط ایښی دی. د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا وایي چې د دغه هېواد د استخباراتي ادارې وزیر جینس محمور علاوي تايید کړې، چې خامنه یي له امریکا سره د خبرو لپاره خپل شرط وړاندی کړی دی. د یادونې وړ ده چې ایت الله خامنه یي د امریکا پر وړاندې سخت دریځ لري او څو ځلې یې ویلي و چې د امریکا سره د خبرو هیڅ نیت نه لري. محمود علاوي وایي چې امریکا ته د ایران د پوځي قدرت اندازه معلومه ده او هغوی اوس په ایران د برید تصور هم نه شي کولی. په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې تر دې بریده خرابې شوي، چې حتی ولسمشر ټرمپ خپلو عسکرو ته د برید د تیارسۍ امر کړی و خو بیا یې دغه امر بیرته واخیست. ټرمپ ویلي و، چې د خلکو د ځاني تاوان د اندېښنې له کبله یې په ایران د برید نیت بدل کړ.





































