ملګري ملتونه وایي په ونزویلا کې په تېر یو نیم کال کې د امنیتي ځواکونو لخوا د عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا اووه زره کسان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې ډېری دغه وژنې اعدامونو ته ورته وې. راپور کاږي، خلک نیول شوي، ویشتل شوي او د جرمونو صحنې په لاس داسې جوړې شوې چې وښیي دوی له پولیسو سره مقاومت کړی دی. راپور وایي، د امنیتي ځواکونو له لورې له محاکمو پرته د ترسره شویو وژنو ادعا ډېره ټکان ورکوونکې ده. د وینزویلا واکمنانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.





































