د امریکا د فلوریډا ایالت په جنوب کې د پیزې په یوه رسټورانټ کې چاودنې تر شلو زیات کسان ټپیان کړي دي. دا چاودنه د فورت لاوډیر ډېل سیمې د جنوب په هغه واټ کې شوې چې ډېره ګڼه ګوڼه پکې وي. د چاودنې له امله رسټورانټ ویجاړ شوی، څېرمه دوکانونه او موټر زیانمن شوي. که څه هم د اطفایيې مامورینو ویلي چې د پېښې په ځای کې یې د ګاز چاودلي پایپونه موندلي، خو چارواکي وايي، د پېښې د عواملو په اړه پرېکړه تراوسه له وخته مخکې ده. د سیمې د پولیسو یوې افسرې جسیکا راین ویلي، په چاودنه کې لږترلږه ۲۱ کسان برسېرن ټپیان شوي دي.





































