امريکايي ډاکټران وايي، ښځې بايد د حمل پر مهال د کچالو له ډېر خوراکه ځانونه وساتي؛ ځکه چې د اونۍ په اکثرو ورځو کچالو يا چپس خوراک د شکرې پيدا کولو ستونزې ډېروي. د برېټانيې طبي ژورنال ليکلي، چې د ۲۱۰۰۰ حامله ښځو معاينه يې کړې، چې ډېری يې د حمل پر مهال د کچالو خوړلو له امله پر شکرې اخته شوې دي. د برېټانيې خوراکي مشورو ادارې دا نه دي ويلي، چې اونۍ کې بايد څومره کچالو وخوړل شي، خو حاملو ښځو ته يې سپارښتنه دا ده، چې د کچالو په خوړو کې ډېر احتياط وکړي. د طبي کارپوهانو په وينا، کچالو په وينه کې خواږه په ډېره چټکتيا خپروي، د حمل پر مهال د بدن اړتياوې زياتې وي او په ځينو حامله ښځو کې دغه وخت د شکرې پيدا کېدو چانس ډېر وي. د حمل پر مهال پيدا شوې شکرې ناروغي ژر ورکيږي، مګر د مور او ماشوم پر روغتيا اوږدمهالې اغېزې لرلی شي. د معلوماتو له مخې، ښځې بايد په خپل ژوند او په ځانګړې توګه د حمل پر مهال خپل وزن مناسب وساتي، معتدل خواړه وخوري او په فزيکي توګه فعاله ښځه د شکرې له ګواښه خوندي وي.