د کندز ولایت په قلعهذال ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د سرو زرو د یوه کان د استخراج چارې پیل شوې دي. د کندوز د کانونو او پټرولیم ریاست انجنیر عبدالله وايي، د کان د استخراج تړون د پنځو کلونو لپاره شوی او د ګټې ۳۰ سلنه برخه به یې اسلامي امارت ته ورکول کېږي. د نوموړي په وینا، د کان د استخراج لپاره شاوخوا شپږ کیلومتره ځمکه په پام کې نیول شوې او د سرو زرو د رسوبي زېرمو د اکتشاف چارې هم ترسره کېږي. د قراردادي شرکت مسوول عبدالخلیل نظري وايي، له خپلو شریکانو سره یې د ۲۰ میلیونه ډالرو پانګونې پلان جوړ کړی او ۲۰۰ زره ډالر یې د سړکونو جوړولو ته ځانګړي کړي دي.































