د نورستان ولایت رسنیز دفتر خبر ورکړی، د دغه ولایت په وانت ولسوالۍ کې د ازادې بولۍ له لارې د ۲۸ میلیونه او ۶۸۱ زره افغانیو په ارزښت قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې پلورل شوې دي. د سرچینې په وینا، په پلورل شویو ډبرو کې بیروج او کنزیټ شامل دي، چې د وانت او وایګل ولسوالیو له کانونو څخه ترلاسه شوې وې. له دې پلور څخه به څه باندې دوه میلیونه او ۸۶۸ زره افغانۍ د دولت خزانې ته وسپارل شي. په دې بولۍ کې ۱۰۰ کورنیو سوداګرو ګډون کړی و.































