يو څه چې موږ يې په ورځنيو چارو کې تل کاروو، هغه د هوښ کلمه ده. هغه ماشومان چې ښې خبرې کوي او ښه درس وايي، هغوى ته هوښيار وايو. برياليو محصلينو، زده کوونکو او کاريګرو کسانو ته هوښيار وايو. دغه راز حاضر ځوابه خلکو ته هم هوښيار ويل کېږي. په زده کړه، کار او د ژوند په ټولو چارو کې د برياليتوب اصلي عامل ته هوښ ويلاى شو.
هوښ کله ارثي او کله هم محيطي پديده ګڼل کېږي؛ خو کله چې متوجې شو، نو ويلاى شو چې د برياليتوب يوازینى عامل هوښ نه دى.
ډېر کسان شته چې لوړ هوښ لري، خو دومره بريالي نه دي.
ارواپوهنه تاسو ته در زده کوي چې د نه ناکامۍ اصلي عوامل څه دي او د دلايلو او پايلو له وړاندې کولو وروسته به تاسو ته قناعت درکړل شي، چې محيط او ارث دواړه د هوښ په بشپړولو او پياوړي کولو کې مهم رول لري او هېڅ يو په يوازې توګه دغه رول نه شي لوبولى. په همدې اساس به د ځان لپاره د يوه داسې محيط د ټاکلو او رامنځته کولو په اړه چې ستاسو د ماشومانو د هوښ په پياوړي کولو کې مرسته کوي، دقت وکړئ.